۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

پرون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپين بولدک-چمن د تګ راتګ پر لاره خواشینوونکې پېښه رامنځ ته شوه چې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله.

‏د دغه ډول پېښو تکرار د افسوس وړ دی، اسلامي امارت په خپله برخه کې جدي هڅه کوي چې د داسې پېښو مخنیوی وشي او د پاکستان له حکومت څخه هم غواړو چې د داسې پاروونکو کړنو مخنیوي ته جدي توجه وکړي چي د تاوتریخوالي سبب ګرځي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.