افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کميټې مشر ایلوا فیلیون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل

په پیل کې ښاغلي ایلوا افغانستان کې په بېلا بېلو سکتورونو کې د سره صلیب په فعالیتونو او پروژو باندې رڼا واچوله او د خپلو خدماتو د رسولو په برخه کې یې د اسلامي امارت له هر اړخیزې همکارۍ ځانګړې مننه وکړه نوموړي وویل چې افغانستان تازه له جګړې وتلی هیواد دی او دوی تر بل هر چا د خدماتو تمرکز په افغانستان کوي.
ورپسې ښاغلي متقي صاحب ددوی له فعالیتونو خوښي وښوده او ویې ویل چې اسلامي امارت ددوی د هڅو د زړه له تله قدرداني کوي، سور صلیب د ټولنې د تر ټولو ضعیف قشر په خدمت بوخت دي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل له نېکه مرغه هیواد تر بل هر وخت په امن دی، د جګړو د ختمېدو له امله ټپيان لیږ شوي، بناء په کار دی چې له هیوادوالو سره په نورو سکتورونو کې د بېلګې په توګه د زندانیانو د پالنې، معلولینو ته د مصنوعي اعضاوو د پیوند، د اړتیا په صورت کې بهرني هیوادونو ته معیوبینو انتقال او د داخله مریضانو د تداوۍ په برخه کې خدمات پراخ شي.