د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو د نوي وزیر ښاغلي چین ګانګ ترمنځ ټیلیفوني خبرې وشوې.

دواړو لوریو د افغانستان او چین پر دوو اړخیزو دیپلوماتیکو اړیکو، ګډې سوداګرۍ او په افغانستان کې د چین پانګونې، امنيت او ثبات په تړاو هراړخیزې خبرې وکړې.
په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر خپل چینايي سیال ته د نوي ماموریت له امله مبارکي ورکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د ښاغلي چین ګانګ د مسؤولیت په موده کې د افغانستان او چین دوې اړخیزې اړیکې لا وده وکړي.
متقي صاحب وویل، چین هم په نړیوال سیاست کې او هم د افغان حکومت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او افغانستان پر واحد چین باور لري.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې د امو نفتي حوزې قرارداد یو مهم پرمختګ دی او د دواړو هېوادونو له سوداګریزو اړیکو سره ډېره مرسته کولای شي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير چينايي لوري ته ډاډ ورکړ چې افغان حکومت د سيمې امنيت او ثبات لپاره هڅی کوي او هېڅ ډلې او يا فرد ته به اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د نورو هیوادونو پرخلاف وکاروي. متقي صاحب په افغانستان کې د چينايي اتباعو او شرکتونو پر خونديتوب هم ټينګار وکړ.
مولوي امير خان متقي چينايي لوری وهڅاوه چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور کې پانګونه وکړي او له افغان بزګرانو سره مرسته وکړي.

ښاغلي چین ګانګ له متقي صاحب څخه مننه وکړه چې د واحد چین په تړاو یې د افغانستان د حکومت پر دریځ یو ځل بیا ټینګار وکړ. د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې هېواد یې تل د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخي اړیکو د پرمختګ لپاره هڅې کوي او د افغانستان خپلواکي، ملي حاکمیت او دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی کوي.
ښاغلي چين ګانګ زياته کړه، چې چین به د افغانستان حکومت سره خپلو اقتصادي او انکشافي اړیکو ته دوام ورکړي. ده همداراز کرنيز سکتور د افغانستان او چین ترمنځ د همکاريو ښه ساحه په ګوته کړه.
ښاغلي چین ګانګ متقي صاحب ته وویل، چې په مناسب وخت کې به دواړه د بهرنيو چارو وزيران مخامخ ليده کاته ولري.
د دغه نژدې يو ساعت ټيليفوني مکالمې په پای کي دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ پر نژدې او باثباته همکاریو ټینګار وکړ.