موږ د متحده ايالاتو د رئيس جمهور جو بايډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې شتون نه لري د حقیقت درک بولو او وايو چې دا د م.م. د بنديزونو د څار ډلې هغه راپور تکذيبوي چې ګواکې په افغانستان کې تر شلو ډېري جنګي ډلې شتون او فعاليت لري.

‏د اسلامي امارت پاليسي دا ده چې هيڅ چاته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضرر وکاروي. په دې اړه زموږ کړني د امریکا په شمول د هیچا په مرسته او فرمایش نه تر سره کیږي.