د چین په لويانگ کې د چاودنې له امله د ویاند څرگندونې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چین ولسي جمهوریت د هینان ولایت په لویانګ ښار کې د اورلوبې په یوه فابریکه کې د رامنځته شوې چاودنې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه ژوره خواشیني څرګندوي.
وزارت د دغې پېښې د قربانیانو له درنو کورنیو سره خپله صمیمانه خواخوږي او خواشیني شریکوي.