د امریکا متحدو ایالتونو ته د تګ په هيله په قطر دولت کې منتظرو هېوادوالو د نقل مکان په اړه

د رسنیو د راپورونو له مخې يو شمېر هغو هيوادوالو ته چې په قطر دولت کې د متحده ایالاتو د ويزو تر لاسه کولو له پاره منتظر وو، ويل شوي چې خپل هیواد ته د ستنېدنې او يا په يوه درېيم هيواد کې د مېشتېدنې تر مينځ انتخاب وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه يو وار بيا خپلو هېوادوالو ته ډاډ ور کوي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او پر دغو او له ورته برخلیک سره مخ نورو هيوادوالو غږ کوي چې د خپل هېواد غېږه د دوی پر مخ خلاصه ده او کولی شي په ډاډه زړه راستانه شي.

که څوک يوه يا بل هېواد ته د تللو اراده لري، کولی شي په مناسب وخت کې له قانوني او عزتمنو لارو ولاړ شي.
د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هيوادونو سره د خپلو هېوادوالو د حقونو د ساتنې په موخه د دوه اړخيزو قونسلي اړيکو او د یو منظم میکانیزم په چوکاټ کې هر ډول همکارۍ ته چمتو والی لري، او ټولو جهتونو ته واضح کوي چي اوس په افغانستان کي د هیچا له پاره امنیتي ګواښ نشته او نه څوک اړ دي چي د امنیتي ګواښ له امله وطن پریږدي.