د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بنګله دېش ولسي جمهوریت په سوېل ختیځو سیمو او پلازمېنه ډاکه کې د پرلهپسې سختو بارانونو، ویجاړوونکو سیلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د ګڼو کسانو د مړینې او ټپي کېدو، او همدارنګه د سلګونو زرو کورنیو د بېځایه کېدو له امله د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د بنګله دېش حکومت، ورور ولس او د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوي؛ ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا او د بېځایه شویو کورنیو لپاره د ژر عادي ژوند د بېرته تأمین هیله څرګندوي.