د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په ډېرې خواشینۍ سره د ۲۰۲۶ میلادي کال د اگست د ۱۳ مې په ماښام د پېښې او د تاجیکستان جمهوریت د بدخشان د کوهستان خودمختارې سیمې د درواز ولسوالۍ د دشتک کلي د یوې ښځې د وژل کېدو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د پولهییزې سیمې څخه د مخربو او فرصتطلبو کسانو لخوا د ګولیو په ویشتلو سره رامنځته شوې وه. په دې توګه د مرحومې د کورنۍ غړو او د ګاونډي تاجیکستان جمهوریت خلکو ته خپل ژور خواخوږي څرګندوي.
وروستیو کې راپورونه خپاره شوي چې ځینې عناصرو او مخربو او فرصتطلبو کسانو هڅه کوي چې د افغانستان د بدخشان ولایت په ځینو سیمو کې بېنظمي رامنځته کړي، ترڅو ددې لارې د سیمې پر امنیت او ثبات او په ځانګړې توګه د افغانستان اسلامي امارت او د تاجکستان جمهوریت ترمنځ د باور فضا باندې منفي اغېز وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت پر امنیت، ثبات، د ښه ګاونډیتوب پر اصل او د هیوادونو پر حاکمیت او ځمکني تمامیت باندې ټینګار کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې بېنظمي رامنځته کړي او امنیت اغیزمنه کړي.