نن جمعه، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د ثور له ۱۵ سره برابره ده، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو جامع سياسي او تجارتي پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته روان شو.

د افغانستان حکومت غواړي په دې سفر کې د افغانستان او پاکستان پر دوو اړخيزو ‏سياسي-تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې اترې وکړي.
د دې ترڅنګ به د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان، چين اوپاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي. په دې سفر کې به د افغانستان اوچين دبهرنيو چارووزيران دوې اړخيزې خبرې هم ولري.