په دغې ناستې کې د اسلامي امارت په استازيتوب د بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي، تر څنګ د کورنيو چارو، ماليې، عامې روغتيا او اقتصاد وزارتونو معينانو او رئيسانو، او د ملګرو ملتونو په استازيتوب پکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري امورو ناظم او د يوناما معاون، ښاغلي ډانيل انډريس، د بشري امورو د همغږۍ دفتر (OCHA)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (UNICEF)، د خوړو نړيوال پروګرام (WFP)، د خوړو او کرنې سازمان (FAO)، د کډوالۍ نړيوالې ادارې (IOM) او نورو ادارو رئيسانو ګډون کړی وو.
په ناستې کې ښاغلي ډانيل په هیواد کې د افغانستان له پاره د م.م. پر نوي ستراتيژيک پلان او د نړيوالو مرستو پر اوسني وضعيت رڼا واچوله او د افغانستان له خلکو سره مرستې ته د م.م. د ژمنتيا په تکرار سره يې وويل چې له تيرې ناستې را وروسته د تمویل وضعیت ښه شوی. هغه زياته کړه چې د م.م د نوي پلان هدف دا دی چې د افغانستان د اوږدمهالو اړتياوو او د مرستو د پايدارۍ د اصل په پام کې نيولو سره د بشري او پرمختيايي جهتونو هڅې همغږې شي.
د بهرنيو چارو وزير وويل چې د اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې هيواد ته راتلونکې مرستې په کاري فُرصتونو د بدلولو له لارې په داسې توګه مديريت شي چې خلکو ته يې دوامداره ګټه ورسيږي او هيواد په پړاويز ډول د ځان بسیاينې خوا ته لاړ شي.
په پای کې دواړو لوریو د خپلمنځي تفاهم او همغږۍ د پياوړتيا په موخه د دغسې ناستو پر تداوم او د همدې ناستو له لارې، د مخ ته راتلونکو ستونزو په هواري هوکړه وکړه.