‏په اسلام آباد کې د ا.ا.ا سفارت نن د افغان ورزشکار، علی اکبر سخي جسد چې یو کال وړاندې د ‎پاکستان K2 غرونو پر څوکه د زړه حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و، له پاکستاني لوري څخه ترلاسه او کورنۍ ته یې وسپاره.

دغه افغان غرختونکى د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې له یو شمیر بهرنيو غرختونکو سره د پاکستان K2 غر څوکې ته چې له ایوریست وروسته په نړې کې دویمه لوړه څوکه ده، د ختلو هڅه کوله چې په لار کې د هوا د خرابتیا له امله پرې د زړه حمله راغله او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. هماغه وخت سفارت او د مرحوم سخي کورنۍ د پاکستان له حکومت سره د جسد د راښکته کولو په برخه کې په اړیکه کې شول خو د K2 غر د لوړوالي او خرابې هوا له امله بریالي نشول.

له یوه کال هڅو وروسته، بالاخره د پاکستان پوځ د تمریناتو په وخت کې د افغان غرختونکي جسد راښکته او په اسلام آباد کې یې د ا.ا.ا سفارت ته وسپاره.
د جسد د تسلیمۍ پر وخت د سفارت سرپرست له پاکستاني لوري څخه مننه وکړه او مرحوم سخي ته د الله (ج) دربار څخه جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د صبر جمیل استدعا وکړه.