۰۹ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

په تهران کې د ا.ا.ا د سفارت له لوري د پاسپورټونو د وېش د پروسې پيلد ا.ا امارت د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) د ۶۸۳ ګڼې ۲۸/۱۰/۱۴۴۴ نیټې د فرمان په اساس ،

چې ټول وزارتونه او امارتي ادارې یې مکلفي کړي دي چې د مراجعینو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې او ستونزو ته د حل لار پیدا کړي. د یاد فرمان پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت مقام د هدایت سره سم په ایران کې د پاسپورټ سند لپاره د افغان مهاجرینو د اړتیاوو د حل په موخه ، په تهران کې د اسلامي امارت د سفارت له لوري د پاسپورټونو د وېش پروسه پیل شوه.
د قونصلي چارو ریاست په بهرنیو استازولیو کې د افغان مهاجرینو لپاره د پاسپورټونو د وېش پروژه د یوې جامعې طرحې په بنسټ چې ، پاسپورټ غوښتونکي یې په مختلفو کټګوریو باندې وېشلي دي ، پيل کړې ده.
په لومړئ مرحله کې د پاسپورټونو د وېش پروسه د نوي زیږيدلي ماشومانو لپاره پیل شوې ده چې د ځانګړو شرایطو په رڼا کې لکه :ماشوم الکترونیکي تذکره ولري ، د الکترونیکي تذکرې نشتون کې د اړوند شفاخانې څخه زیږون کارټ لرل،د ماشوم د پلار الکترونیکي تذکره یا د پاسپورټ درلودل ، یا هم د کوربه هیواد اقامتي سند ولري ، وېشل کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت په ایران کې افغان مهاجرینو ته ډاډ ورکوي او هڅه کوي چې ډېر ژر د نورو افغانانو لپاره هم د پاسپورټ د وېش پروسه په عادي ډول پیل کړي.