پرون ۲۰ داګست د روسیې فدراسیون د ورزش وزارت په رسمي بلنه دروسیې فدراسیون دورزش له وزیر،او د ۳۷ بېلابېلو هېوادونو سياسي نماينده ګانو په ګډه غونډه کې ترګډون وروسته د نوموړي فستيوال په پرانيست غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت په استازيتوب برخه واخيستل شوه.
په نوموړي فستيوال کې د ۳۷ بېلابېلو هېوادونو او ۲۸۲ بېلابېلو پوهنتونونو زده کړيالان په ۱۴ بېلابېلو لوبو کې خپلې سیالۍ ترسره کوي، چې په یادو سیالیو کې د کابل پوهنتون سربیره د ښوونې او روزنې پوهنتون افغان زده کړيالان هم ګډون کوي.