د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران اسلامي جمهوریت د استازو مجلس له ٧ کسیز هیأت سره چې جواد کریمی قدوسی يې مشري کوله، نن په کابل کې وکتل.

په دغه کتنه کې د امنیت، نشيي توکو پر ضد د مبارزې، قاچاق مخنیوی، سرحداتو د ساتنې او سوداګرۍ په اړه مفصلې خبرې اترې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی، او افغان امنیتي ځواکونه توانیدلي چې د داعشي فتنه ګرو پدیده له منځه ویسي، چې دغه سرتاسري امنیت نه یواځې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ هیوادونو په ګټه دی.
نوموړي زیاته کړه چې د نشيي توکو سره د مبارزې په اړه د افغانستان اسلامي امارت اغېزمن ګامونه پورته کړي دي او د کوکنارو کښت نیږدې صفر ته راښکته شوی دی.
ښاغلي متقي وویل چې د تېر امارت پر مهال افغانستان یواځې د زرګونو په تعداد کې معتادین درلودل خو د ٢٠ کلن اشغال په موده کې دا شمېر تر ۴ میلیون کسانو پورې ورسیده، چې د افغانستان اسلامي امارت يې تداوي پيل کړې او په دې وروستیو څو میاشتو کې یې لسګونه زره په نشيي توکو معتادین تداوي کړي او دغه چاره دوام مومي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ګاونډيو هیوادونو په شمول د سیمې له هیوادونو سره سوداګري او ترانزیت روان دی او افغانستان اوسمهال د هیوادونو تر منځ د اتصال په مرکز بدلیدونکی دی.
نوموړي ټينګار وکړ چې افغانستان د ایران د صنعتي توکو لپاره ښه مارکيټ دی، ځکه نو لازمه ده چې افغانستان او ایران د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته او له دغه فرصت څخه پوره ګټه واخلي.
د ایران د استازو د مجلس غړو په دغه ناسته کې وویل چې د قاچاق د مخنیوي، سرحدي ستونزو د مدیریت، غیر مجاز خلکو د تګ راتګ مخنیوي په اړه باید دواړه لوري په ګډه سره کار وکړي او د حل لار ورته ومومي. دوی همدا راز زیاته کړه چې ایران اماده دی چې په ګڼو مواردو کې د افغانستان اسلامي امارت سره خپلې تجربې د استفادې په موخه شریکې کړي.