‏د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت قونسلۍ ریاست او په ترمز ښار کې د ا.ا.ا جنرال قونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې او همداراز د کوربه هیواد ازبکستان په همکارۍ مېشتو افغانانو لپاره د پاسپورتونو دچاپ او توزېع لړي د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوه.

‏د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي تر څو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې قونسلي خدماتو ته د هیوادوالو او نړیوالو ته قانوني لاسرسي ممکن او آسانتياوي رامنځته کړي.