په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي ژاو ژینګ، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين الحاج شير محمد عباس ستانکزي ته د چین ولسي جمهوریت د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر د هرات او بادغیس زلزله ځپلو ته د خواخوږۍ پیغامونه ورسول

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين الحاج شير محمد عباس ستانکزي، د مقابل اړخ له خواخوږۍ او مرستې مننه وکړه او د یادې پېښې په تړاو یې اړین معلومات شریک کړل.

نوموړي زیاته کړه چې د وروستۍ زلزلې له امله د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، له همدې امله زیاتې مرستې او لاسنیوي ته اړتیا ده.ښاغلي ژاو، د یادې پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي شریکه کړه او یادونه یې وکړه، چې د تېرې ورځې د مرستو په دوام د نورو اړینو مرستو پر چمتوالي بوخت دي چې زلزله ځپلې سیمې ته یې ورسوي.