۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د افغانستان اسلامي امارت او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د قونسلي چارو کمیسیون څلورمه ناسته تر سره شوه

د ا.ا.ا. او ا.ا.ج تر منځ د قونسلي چارو کمیسیون څلورمه ناسته د روانې میاشتې په ۱۷-۱۸ نېټې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د دوو ورځو لپاره ترسره شوه. د قونسلي چارو رئیس ښاغلي شعیب بریالي تر څنګ چې د هیئت مشري يي په غاړه درلوده، په تهران کې ا.ا.ا. د سفارت سر پرست ښاغلی فضل احمد حقاني هم په یاده ناسته کې ګډون درلود او د ایراني لوري سره يي د افغانانو اختطاف او قاچاق پېښو پر مخنیوي، د افغان مهاجرینو او زده¬کړه¬یالانو ستونزو، د بندیانو لېږد پروسې، او افغان مهاجرینو ته د معیاري قونسلي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د افغان دیپلماټانو شمېر ډېرولو جدي اړتیا، په اړه خبرې وکړې او دواړو لوریو وپتېیله چې د یادو ستونزو د حل او لازمې همغږي لپاره دوه اړخیزه کمیټه رامنځته کړي. د یادولو وړ ده چې د یادې ناستې په څنډه کې د قونسلي چارو رئیس د ا.ا.ج. بهرنیو چارو وزارت معین ښاغلي علي¬رضا بېګدلي سره هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د قونسلي چارو همکاریو په اړه خبرې¬اترې وکړې.