۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي، ترکيې ته د خپل سفر په لړ کې، د یاد هیواد په استانبول ښار کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه ليدنه وکړه.

د بهرنيو چارو وزير د قونسلګیري دیپلوماتانو او کارمندانو ته د لا ښه خدمت ترسره کولو سپارښتنې وکړې او په ټینګار سره یې وويل چې موږ د ټول افغان کړيدلي ولس خادمان يو، نو پکار ده چې له هیواده بهر خپلو وطنوالو او مراجعینو ته له هر ډول توپیر پرته خدمات په ډېر ښه او شفاف ډول وړاندې کړو ترڅو مو خپله ديني او ملي وجيبه ترسره کړې وي.‏د قونسلګیري مسؤلینو ژمنه وکړه چې باندي شوی باور به وساتي او خپله ټوله انرژي او شته مسلکي بشري ځواک به د هیوادوالو د خدمت او وطن د ترقۍ لپاره مصرفوي.