۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

‏محترم متقي صاحب وويل چې افغانان او ترکان ژوري ديني، مذهبي او تاريخي اړکي لري، او اميد لرو چې دا اړيکې بیرته راژوندۍ، تقويه او دوامداره کړو.

‏د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په استانبول ښار کی د اسماعيل آغا (Ismailağa) له لوی علمي مرکز څخه ليدنه وکړه او له استادانو سره د خبرو ترڅنګ یې د دې علمي مرکز موسس مرحوم شیخ محمود افندي ته دعا وکړه، د حديثو او تخصص طالبانو ته یې وینا او سپارښتنې هم وکړې.