‏د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي د یاد هیواد په پلازمېنه انقره کې د افغانستان له سفارت څخه ليدنه وکړه او د سفارت له اړوندو سیاسي او قونسلي چارو څخه یې نظارت ترسره کړ.

د بهرنيو چارو وزير د سفارت دیپلوماتانو او کارمندانو ته د لا ښه خدمت ترسره کولو سپارښتنې وکړې. دغه راز متقي صاحب په ټینګار سره وويل چې موږ د افغان کړيدلي ولس خادمان يو، نو پکار ده چې له هیواد بهر خپلو وطنوالو او مراجعینو ته خدمات ‏په ډېر ښه او شفاف ډول وړاندې کړو ترڅو مو خپله ديني او ملي وجيبه ترسره کړې وي.

همدارنګه د سفارت ټولو مسؤلنیو او کارمندانو د بهرنیو چارو وزیر له ورتګ او د سفارت په چارو کې د لازمو سپارښتنو او مشورو خوښي وښوده او له خپل لوري څخه یې په چارو کې د صداقت، اخلاص، شفافيت او جدیت په اړه ډاډ ورکړ. د سفارت مسؤلینو ژمنه وکړه چې باندي شوی باور به وساتي او خپله ټوله انرژي او شته مسلکي بشري ځواک به د هیوادوالو د رفاه او وطن د ترقۍ لپاره مصرفوي.