۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ترکيې ته د خپل سفر په لړ کې، د یاد هیواد په استانبول ښار کې د ترکيي هيواد معارف بنسټ په بلنه د یاد بنسټ له له مرکز څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کي د معارف بنسټ مشر وويل چې افغانستان او ترکيه د ورورګلوي اړيکې لري او له اسلامي امارت نه یې مننه وکړه چی ددوی هيواد سره ښو اړيکو ته ارزښت ورکوي او په افغانستان کي یې د معارف بنسټ فعاليتونو ته اسانتياوي برابرې کړي او ددوی ملاتړ کوي.

محترم متقي صاحب د افغانستان-ترکيي تاريخي اړيکو او مشترکاتو يادونې ترڅنګ وويل وخت رارسيدلی چې دا اړيکې بیا راژوندۍ او قوي شي چې په دې لړ کې معارف بنسټ د دواړو ولسونو په نيږدې کولو کې د پام وړ رول لوبولی او ښه افغان قدرونه يې روزلي.

ددې ترڅنګ په يو لړ نورو د علاقې وړ موضوعاتو هم خبرې وشوې او ټنګار وشو چې د افغانستان حقائق بايد د ترکيې مسلمان ولس ته په خپله اصلي بڼه ورسيږي.