پرون ماښام هرات ولايت کې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مُرَدوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو پلاوي د تورغنډۍ بندر، د افغانستان خاوره کي د ټاپي نل‌ليکې او نورالجهاد سب‌سټېشن تر کتنې وروسته

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د لېږد پر لارو چارو، تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ سټېشن پراختیا، دوې اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ او ټرانسپورټ کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو او هرات ولایت کې د نورالجهاد برق سب‌سټېشن د ظرفیت لوړولو په اړه هراړخیزې خبرې اترې په دغو خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور، د صنعت او سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین عزیزي، د وسپنې پټلۍ ادارې مشر ملا بخت الرحمن شرافت، د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت معین ملا عبدالسلام حیدري او د هرات والي شیخ نور احمد اسلام‌جار د افغانستان له خوا ګډون کړی و او د ترکمنستان له اړوندو چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر خپل ترکمن سیال او پلاوي ته له هرکلي وروسته وویل، چې په افغانستان کې د جګړې له پای او نوي حکومت له تشکیل وروسته اوس د دې فرصت رامنځ ته شوی چې د ټاپي ستره پروژه له لسیزو ځنډ وروسته د دواړو لوریو په ګډو هڅو عملاً پیل شي.
متقي صاحب د افغانستان له لوري د چمتووالي په اړه پوره ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د کيندنې د پیل لپاره د افغانستان اړوندو ارګانونو خپلې ټولې چارې بشپړې کړي دي او په تمه یو چې عملي کار پیل شي.
متقي صاحب د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ پر زیاتوالي هم ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې په تورغنډۍ بندر کې د مالونو انتقالات څلور ويشت ساعته شي.
همداراز د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې پر اهمیت رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان په خاوره کې د نل‌ليکې د کیندنو کار عملاً پیل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو او د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي عزیزي چمتووالی وښود چې نژدې راتلونکي کې به په عشق اباد کې د افغان توکو یو نندارتون جوړ کړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په خپل وار په ګڼو برخو کې د افغانستان او ترکمنستان د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا هراړخیزې خبرې وکړې. ښاغلي رشید مُرَدوف له خپلې خوا هم په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار د پیل په اړه خپل چمتووالی وښود.
ښاغلي مُرٙدوف وویل، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید دواړه لوري یوه جامع لارنقشه رامنځ ته او پلې کړي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې غواړي چې افغانستان سره ګډه سوداګري تر یو میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي. ښاغلي مُرَدوف په عشق اباد کې د افغان توکو د نندارتون په اړه هم تیاری وښوده.
د خبرو په پای کې متقي صاحب خپل ترکمن سيال ته وویل چي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شریکو موضوعاتو به په مختلفو کچو او برخو کې بحثونو او کار کولو ته ادامه ورکوي ترڅو د دواړو هېوادونو لپاره له رامنځ ته شوو فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته شي.