۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

نن د یوناما مشرې مېرمن روزوا اتنبایوا د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل

په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د دوحې پر وروستۍ ناستې، د همغږي کوونکي پر ارزونې او وړاندیزونو او د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ په راتلونکي تعامل خبرې اترې وشوې.په سر کې مېرمن اتنبایوا د دوحې د ناستې په باب معلومات وړاندې کړل او د م.م. د سرمنشي له اړخه یې وویل، چې له افغان حکومت سره باید سلامشوري وشي.آغلې اتنبایوا زیاته کړه، چې د سرمنشي له نظره باید د استازی په ټاکلو کي داسي اقدام ونه شي چې د افغانستان حکومت سره کار پیچلی کړي.د یوناما مشرې وویل، که ګډونوال هېوادونه سلا شي، دوحه کې به لا زیاتې ناستې ترسره شي ترڅو زموږ او تاسې ترمنځ ښه تفاهم رامنځ ته کړي او د راتلونکو ناستو په تړاو به تاسې سره پراخې سلامشورې کېږي.آغلې اتنبایوا وویل، چې د دوحې ناستې ګډونوالو د افغانستان حکومت سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ.د بهرنیو چارو وزیر وویل، د بهرنیو چارو وزارت د دوحې ناسته له نژدې څارله او ولیدل شول چې کومه ځانګړې پایله یې نه درلوده.متقي صاحب وویل، موږ هیله مند یو چي له افغانستان سره د تعامل په اړه ناستي ښې پایلي ولري.د بهرنیو چارو وزیر د ناستو د مؤثریت لپاره دا مهمه وبلله چې کابل سره پر وخت د ټولو مسایلو په اړه هراړخیزې سلامشورې ترسره شي.