۱۵ شَوَّال ۱۴۴۵

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي د ترکمنستان هیواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هیواد په پلازمېنه عشق آباد کې له افغان سفارت څخه لیدنه وکړه

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د سفارت څخه د لیدنې پر مهال د سفارت ډیپلوماټانو او کارکوونکو ته له ترکمنستان سره د اړېکو د پراختیا او قونسلي خدماتو د چټکتیا په پار لازمې سپارښتنې وکړې، همداراز یې په سیاسي، اقتصادي اوتجارتي برخو کې د هغوی نظرونه، مشوري او غوښتنې واورېدي.