۰۹ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره د نوموړي د اولادونو او کورنۍ د غړو د شهادت د تسليت په موخه تليفوني خبرې وکړې

‏په پيل کې متقي صاحب نوموړي ته ددې غميزې په اړه د تسليت مراتب وړاندې کړل او د شهيدانو د شهادت دقبوليت دعا يې وکړه نوموړي هيله وښوده چې د شهيدانو وينې به حتما رنګ راوړي او باور لرو چې ددې قربانيو په نتيجه کې به دفلسطين خاوره دصهيونيستي اشغالګرو له منګولو ازاده شي.
متقي صاحب يادونه وکړه چې افغانستان هم دزياتو قربانيو په نتېجه کې خپلواکي تر لاسه کړې
او د فلسطين مجاهد ولس ته یې د استقامت، ثبات او صبر هيله وکړه.

ورپسې ښاغلي اسماعیل هنيه د متقي صاحب له تسليت او غمرازۍ شريکولو څخه مننه وکړه او د شهيدانو د شهادت قبولتیا دعا يې وکړه.
نوموړي وويل: د افغانستان ملت دازادۍ د مبارزې مخکښان دي او موږ د هغوی پر پلونو مزل کوو،
اميد دی چې زموږ دغه وينې به هم رنګ راوړي.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت زعيم عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله او د افغانستان ولس ته خپل سلامونه او نيکې پيروزينې وړاندې کړې.