د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره ټلیفوني خبرې وکړې

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي او د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محترم محمد اسحاق ډار ټيليفوني خبرې وکړې.

په دې ټيليفوني مکالمه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، ټرانزيټي مسايلو، د سیمې په حالاتو د پاکستان او هند ترمنځ په کړکیچ خبرې وشوې.
په یاده مکالمه کې د افغاني تجارانو د ټرانزیټي مالونو چې کراچۍ او واګه په بندر کې ایسار پاتي وو د خلاصولو پریکړه وشوه او همدا ډول هوکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به د ټرانزيټ په مسيرونو کې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې هڅې وکړي.

همدا راز دواړو لوريو ټينگار وکړ چې د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې تماسونو او پلاوو تگ راتگ ولري او دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره هڅې وشي.