په دې مکالمه کې پر دوو اړخیزو مسایلو، غزه کې بشري بحران او له ایران څخه د افغان مهاجرینو د اخراج په تړاو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر غزه کې انساني وضعیت کړکېچن یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې اغېزناک اسلامي هېوادونه په دې تړاو خپل مسؤولیت ادا کړي او د غزې پر خلکو د اسراییلي رژیم له خوا تپل شوی د لوږې او نسلوژنې ډلهییز کړاو پای ته ورسوي.
مولوي امیر خان متقي همداراز له ایران څخه د افغان مهاجرینو د اخراج لړۍ د اندېښنې وړ وبلله او ټینګار یې وکړ چې د اخراج پرمهال د تدریج او عزتمند اصلونو ته درناوی وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم پر خپل وار ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي چې له هېواد څخه یې د افغان مهاجرینو د اخراج لړۍ په تدریج او پتمن ډول داسې ترسره شي چې د مهاجرینو حقونه ضایع نه شي.
ښاغلي سید عباس عراقچي غزه کې د روان وضعیت په تړاو وویل، چې اړتیا ده د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته راوبلل شي ترڅو د غزې د کړکېچ د حللارو موندلو په اړه په کې خبرې وشي.