د بهرنيو چارو وزير سره د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وکتل

نن په کابل کې، د ا،ا،ا، بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد اسحاق ډار ترمنځ ناسته تر سره شوه.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیرانو، د دواړو هیوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، تجارتي،ټرانزیټي، سترو پروژو، مهاجرینو او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

په پیل کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر وویل: اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کي د پاکستان په شمول له ټولې نړۍ سره مثبتې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت لیواله دی چې ګاونډي هیواد پاکستان سره تجارت، ټرانزیت او ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي. همداراز متقي صاحب پاکستاني پلاوي ته یاده کړه چې په یادو برخو کې دي د ستونزو د هواري او تسهیلاتو د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
نوموړي دغه راز په پاکستان کي د افغان مهاجرینو په اړه له پاکستاني چارواکو وغوښتل چي هلته د میشتو او راتلونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي اسحاق ډار وویل: حکومت یې له افغانستان سره دوه اړخیز تجارت او ټرانزیټ ته د لا پراختیا هوډ لري او ژمنه یې وکړه چې په یادو برخو کې به لازمې آسانتیاوي رامنځته کوي.
همدا راز د دواړو لوریو تر منځ په همږغۍ،ګډې همکارۍ، د ویزو پر زیادت او اسانتیا، زارعتي محصولاتو پر چټک انتقال، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر ودې هم خبرې وشوې.