د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت او قطر دولت اړیکې تاریخي او ورورګلویزې وبللې او له افغانانو سره یې د قطر دولت له بشري مرستو مننه وکړه او د ښاغلي سفیر د ماموریت دوره یې وستایله او په راتلونکي ماموریت کې يې ورته د بریا هیله وکړه.
د قطر دولت تلونکي سفیر په خپل وار د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دوې اړخیزې اړیکې په ګڼو برخو کې لا پراخې شي.