په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر ښاغلي عیسی سالم محمد الظاهري د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره تودیعي لیدنه وکړه.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت او متحده عربي اماراتو اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د ښاغلي سفیر د ماموریت دوره یې وستایله او په راتلونکي ماموریت کې يې ورته د بریا هیله وکړه.
د متحده عربي اماراتو تلونکي سفیر په خپل وار د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دوې اړخیزې اړیکې په ګڼو برخو کې لا پراخې شي.