د بهرنیو چارو وزیر سره خپل هندي سیال ټیلیفوني خبرې وکړې

د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جې شنکر د افغانستان په ختیځو سیمو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په پار غمرازي شریکه کړه او همدا ډول يې د عاجلو بشري مرستو چې پکې زر خیمې او ١٥ ټنه غذائي مواد شامل دي اسلامي امارت ته د تسلیمولو خبر ورکړ.

همدا ډول نوموړي زیاته کړه چې هیواد به يې د دوا او غذا په برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي جې شنکر څخه په دې لوی ناورین کې د غمشریکې، خواخوږي او د افغانانو د لاسنیوي څخه مننه وکړه او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ ورکړ.