د بهرنيو چارو وزير له خپل ايراني سيال سره ټيليفوني خبرې وکړې

په دې خبرو کې پر دوو اړخیزو اړیکو او وروستیو سیمه‌ییزو مسایلو په ځانګړې توګه د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د نقض په تړاو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ا.ا.ا. اصولي دریځ بیان کړ چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی، بلکې په سر کې هم پاکستانی لوری د افغانستان د حریم په نقضولو د جګړې پیلوونکی و.
مولوي امیر خان متقي وویل، چې نن د هېواد د ملي دفاع وزیر په مشرۍ په دوحه کې پاکستاني لوري سره خبرې کېږي او موږ خبرو ته په درنښت منتظر یو چې کومو پایلو ته رسېدلای شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو د پیل له امله خوښي وښوده او د دیپلوماسۍ له لارې يې د مسئلې پر حل ټینګار وکړ.
ښاغلي سید عباس عراقچي د مذاکراتو او تفاهم له لارې د مسئلې پر حل د ټینګار ترڅنګ له خپله اړخه د مرستې تیاری وښوده چې د بهرنیو چارو وزیر له خوا یې مننه وشوه او ډاډ ورکړل شو چې عملاً خبرې روانې دي.