د بهرنیو چارو وزیر سره د قطر د دولت وزیرې ټیلیفوني خبرې وکړې

د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت کې د نړیوالو همکاریو په چارو کې دولتې وزیرې آغلې مریم بنت علي ناصر المسند د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې مکالمه کې د قطر د دولت وزیرې د افغانستان کونړ او څیرمه ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې او اوښتې مرګ‌ژوبلې له امله د قطر دولت د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او د مرستې چمتووالی وښوده.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د قطر له دولت له خواخوږۍ او د مرستې له امله مننه وکړه او د پېښې په تړاو او د افغانستان د حکومت د هڅو په باب یې مفصل معلومات وړاندې کړل.