د تاجکستان جمهوریت پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د تاجکستان جمهوریت د بېلابېلو ادارو له استازو جوړ لوړپوړي پلاوي چې د تاجکستان ځانګړي استازي په مشرۍ کابل ته راغلی، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه، په تېره بیا د ډیپلوماتیکو اړیکو او اقتصادي همکاریو په برخو کې خبرې وکړل.

په دې کتنه کې، د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقي، د افغانستان او تاجکستان د تاریخي اړیکو په اړه توضیحات ورکړل او ويې ویل چې اسلامي امارت غواړي د تاجکستان جمهوریت سره ښې اړیکې او حسنه ګاونډیتوب پراخې کړي او له نیکه مرغه دا اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ په حال کې دي او مونږ هیله لرو چې په نږدې راتلونکي کې به د دوو وروڼو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د پام وړ پرمختګونه ووینو.

د تاجکستان پلاوي هم افغانستان سره د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه ډاډ ورکړ او ويې ویل چې افغانستان او تاجکستان کولای شي په بېلابېلو برخو کې نږدې همکاریو ته دوام ورکړي. په پای کې، دواړو لوریو د ورته ناستو او سفرونو پر دوام ټینګار وکړ.