د امریکا د وروستۍ پریکړې اړوند د ویاند څرګندونې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان یې د «ناسم توقیف» د ملاتړي دولت په توګه نومولی، د تأسف وړ بولي.د افغانستان حکومت څرګندوي چې د هېڅ هېواد اتباع د معاملې د وسیلې په توګه نه دي نیول شوي.

ځيني کسان د نافذه قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي دي چې په ډېری مواردو کې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته په عادي ډول خوشې شوي دي.د یادونې وړ ده چې د تېر یوه کال په جریان کې د افغانستان اسلامي امارت د امریکا د ځینو بندي اتباعو د قضیو په تړاو د حسن نیت له مخې مثبت ګامونه پورته کړي.همداراز په دې اړه د افغانستان د حکومت او متحده ایالتونو ترمنځ د قطر دولت په تسهیل په بېلابېلو کچو خبرې اترې هم ترسره شوې دي، چې د دغو بحثونو په لړ کې د دواړو لوريو له خوا د یو شمېر مثبتو اقداماتو ژمنې هم شوې وې.

د افغانستان اسلامي امارت غواړي دغه موضوع د دواړو لوريو ترمنځ د روانو خبرو او رغنده تعامل له لارې په مناسب ډول حل او پای ته ورسېږي.