نن د ااا د بهرنیو چارو وزیر او ورسره مل هئیت د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره په دوحه کې وکتل

د جاپان سفیر کابل ته د خپل وروستي مثمر سفر څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې جاپان به تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.همداراز پدې کتنه کې د افغانستان په روان اقتصادي او بشري وضعیت، د جاپان د اقتصادي همکاریو او د اړیکو په دوام او غښتلتیا تاکید وکړ.