د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اسلامي امارت د مسئولینو د دوامداره تماسونو په نتیجه کي هغه نظامي تجهیزات چې د تیرې ادارې د سقوط پر مهال ایران هیواد ته اړول شوي وو، د هغو له جملې څخه د ګڼ شمیر سپکو او درنو وسلو په شمول هاموي شوبلې، رینجرې، د اور وژنې موټر او لسګونه عراده جات بیرته د افغانستان حکومت ته وسپارل شول.

د ایران اسلامي جمهوریت دغه مثبت اقدام به د دواړو هیوادونو اړېکې نوري هم پیاوړي کړي.