په دې غونډه کي د جناب امیرالمؤمنین صاحب د هدایاتو د عملي کېدو، تجارانو او صنعت کارانو ته دتسهیلاتو او د هیواد په جنوبي ولایاتوکي له زلزله ځپلو سره په مرستو خبري وشوې، ټولو تجارانو او صنعت کارانو ژمنه وکړه چي د خپل وس په اندازه مرستي به پکتیکا او خوست ولایتونو کي زیانمنو شویو کورنیو ته ولیږي. محترم متقي صاحب د دوی د هلو ځلو او له زلزله ځپلو سره د مرستو مننه وکړه او د هر ډول همکاري ډاډ یې ورکړ.