د غونډې په پيل کې محترم متقي صاحب راغلو علماءکرامو ته ښه راغلاست او هر کلی ووایه او زیاته يې کړه چې علماء پر اسلامي امت باندي د الله تعالی رحمت دی او په افغانستان کې د اشغال ضد جهاد او د نوي اسلامي نظام حاکمیت د علماوو تر قیادت لاندي راغلی او رهبري کیږي. وروسته د یادي ټولني مشر او استازو د اسلامي امارت له تود هرکلي او مېلمه پالني مننه وکړه، په پکتیکا ولایت کې د تيري شپې د زلزلې قربانیانو ته دعا وکړه او د نظام د استحکام او پرمختګ په اړه یې خپلي مشورې شریکي کړې. همدارنګه د هیواد شیخو کرامو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او ټولو په یوه خوله په ټوله اسلامي نړۍ ږغ وکړ چې په افغانستان کې له راغلي اسلامي نظام څخه کامل ملاتړ وکړي او خپلې همکارۍ او اړېکې لا ژورې کړي، دغه راز یې له راغلو مېلمنو علماء کرامو غوښتنه وکړه چې د افغانستان عیني واقعیت او ریښتونی انځور تر نړیوالو ورسوي. همدارنګه راغلیو میلمنو او د هیواد شیوخو کرامو د بهرنیو چارو وزارت کي ورته ترتیب شوې ماښامنۍ میلمستیا کي ګډون وکړ.