۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

نن د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت او چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د دواړو هېوادونو د بشري مرستو او د افغانستان اقتصادي بیارغونې د مکانیزمونو په چوکاټ کې دویمه پرلیکه ناسته ترسره شوه.

دغه یوه ورځنۍ ناسته چې د ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست او د چ. و. ج. د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له خوا پرمخ وړل کېده، د افغانستان د ا. ا. د مالیې، سوداګرۍ، کانونو، کرنې او مالدارۍ، عامې روغتیا او سرې میاشتې ټولنې استازو ګډون درلود. د چین له خوا هم د هغه هېواد د یادو ادارو استازو ګډون کړی و. په ناسته کې، له افغانستان سره له وروستۍ زلزلې وروسته د چین بشري مرستو، د ګډې سوداګرۍ پر ودې، د پانګونې د اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو، د چین یوه کمربند او یوې لارې پروژه کې د افغانستان ګډون، د افغانستان د کرنیزو تولیداتو په معیاري کولو، د افغانستان د حکومت د مختلفو ادارو د بشري ظرفیت‌لوړونې په برخه کې او ورته نورو موضوعاتو هراړخیزې خبرې وشوې. چینايي لوري په سر کې د وروستۍ زلزلې له امله خپل د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د 50 میلیونو چینايي آر. ایم. بي په کچه د چین د بشري مرستو لومړنۍ چوپه نن سهار کابل ته ورسېده او د مرستو دغه لړۍ به د جون تر ۳۰مې نېټې پورې دوام کوي. افغان لوري د چین له بشري مرستو مننه وکړه، او د چین د دې اقدام ستاینه یې وکړه چې د افغان زلزله‌ځپلو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره یې مرسته کړې ده. د چین بشري مرستو کې خواړه، درمل، پوښاک او خیمې شاملې دي. چینايي لوري تیاری وښود چې په افغانستان کې به د افغان حکومت په مرسته اوزمینه‌سازۍ خپلې نیمه‌کاره پروژې پیلوي. افغان لوري ډاډ ورکړ چې د ا. ا. ا. د بهرنۍ پانګونې لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي، په ځانګړې توګه د امنیت، شفافیت او بیروکراسۍ د ساده کولو په برخه کې. افغان لوري ټینګار وکړ چې افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې لړۍ ژر پیل شي او له دې لارې چین ته د افغان وچو مېوو د لېږد زمینه برابره شي. په پای کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د یادو میکانیزمونو په چوکاټ کې به د دواړو هېوادونو د ګڼو ادارو ترمنځ ناستو ته دوام ورکول کېږي تر څو د دواړو هېوادونو اړیکو کې له نوو فرصتونو د دواړو لوریو په ګټه استفاده وشي.