په دې ماښامنۍ کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ګډون درلود. د افغانستان له خوا د بهرنیو چارو وزیر تر څنګ، د ماليې وزیر ملا هدایت الله بدري او د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کانفرانس کې ګډون کوونکي پلاوي شرکت کړی و. په مجلس کې د بهرنیو چارو وزیر او ښاغلي کاملوف ترمنځ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ځینو مهمو زیربنايي پروژو هراړخیزې خبرې وشوې. د خبرو اصلي محورونه د ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور د رېل پټلۍ د ساحې سروې او د چارو عملي پيل وو.