د تاشکند کنفرانس د لومړۍ وقفې په څنډه کې د روسيې خاص استازي ښاغلي ضمیر کابلوف او پلاوي د بهرنیو چارو وزیر او مل هیئت سره وکتل او د کنفرانس د اهمیت په شمول یې پر شمېر مهمو تجارتي او ټرانزیټي موضوعاتو خبرې وکړې.

باید وویل شي چې ښاغلي کابلوف په کنفرانس کې د افغانستان په اړهوینا درلوده او په امریکایي ږغ وکړ چې د افغانستان کنګل کړې شتمني دې پرته له قید او شرطه ازاده کړي.