نن د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشري افغان پلاوي تاشکند کې له امریکايي لوري سره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ، اقتصادي ثبات، بشري مرستو او یو شمیر نورو اقتصادي موضوعاتو په تړاو ناسته وکړه .

په ننۍ ناسته کې چې د افغانستان د مالیي وزیر محترم بدري صاحب،مالیي وزارت معین د افغانستان بانک معین او تخنیکي استازې هم شامل وو د امریکا د خزانې وزارت له معین او تخنیکي ټیم سره ژور تخنیکي بحثونه ترسره کړل، افغان پلاوي په ټینګار سره د افغانستان بانګ له کنګل شوي ریزرف څخه د معقولو دلایلو پر بنسټ دفاع او د خلاصون غوښتنه وکړه.