په سر کې د بهرنيو چارو وزير د ازبکستان له حکومته مننه وکړه چې د افغانستان په اړه يې په تاشکند کې بريالۍ نړيواله ناسته رابللې وه او ناسته يې ګټوره وبلله. متقي صاحب وويل، ا. ا. ازبکستان سره نژدې اړيکې لري او هيله يې څرګنده کړه چې ازبک لوری افغان سوداګرو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي ترڅو دوه اړخيزه سوداګري او ترانزيت لا وده وکړي. ښاغلي کاملوف وويل، ازبکستان لپاره د افغانستان امنيت او ثبات مهم دی او افغانستان په سيمهييز اقتصادي اتصال کې مهم رول لوبولای شي. ازبک لوري زياته کړه چې افغانستان سره يې سياسي او سوداګريزې اړيکې مهمې دي او د اړيکو لا پراختيا ته به يې هڅې کوي. هېواد به يې په هر نړيوال فورم کې د افغانستان د حکومت او ولس تر څنګ ولاړ وي. ښاغلي کاملوف تاشکند کې د افغان پلاوي ګډون مهم وباله او د بهرنيو چارو وزير وينا يې پر واقعیتونو ولاړه وبلله. په پای کې دواړو لوريو دوو اړخيزو ناستو دوام مهم وباله.