په دې ناسته کې چې په انلاين ډول تر سره شوه, له تر کيې څخه د نوي رفاه ګوند اقتصادي چارو مشر محمد التوز او یاد هېواد کې د صنعت، زراعت، ساختماني کمپنیو او معادنو برخو کېد بېلابېلو کمپنیو استازو او له افغانستان څخه د بهرنيو، کانونو,سوداګرۍ او صنایعو او مالیې وزارتونو او د سوداګرۍ او صنایعو خونو استازو ګډون درلود. په ياده ناسته کې د افغانستان پر کانونو,ټرانسپورټ، زراعت، سوداګريز فرصتونو او د صادراتو او وارداتو د انتقال پر لارو خبرې وشوې. د دوه اړخیزې پانګونې او سوداګرۍ ودې په موخه دواړو لورو لخوا د ګډ کاري ټیم پر جوړېدو توافق وشو او زیاته یې کړه چې په لوړه کچه به له ترکیې نه با صلاحیته هئیت کابل ته راځي څو افغان سوداګرو او اړوند سکتوري وزارتونو استازو سره له نږدې توافق ته ورسي.