الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام علی سیدنا محمد، وعلی آله واصحابه أجمعین امابعد:
جلالتمآب حسین ابراهیم طه، د اسلامي همکاریو سازمان دروند سرمنشي،
محترم ورور هاكان فیدان، د ترکيې جمهوریت ورور هېواد د بهرنيو چارو وزير،
د غړو او ناظرو هېوادونو محترمو وزیرانو او عالي استازو،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
محترمو حاضرینو!
موږ او تاسي په داسې حالت کې سره راټول یو چې نړۍ او په ځانګړې توګه زموږ سیمه له لویو تغیراتو او بدلونونو سره مخ ده چې پر وخت او مسؤولانه توجه غواړي.
زما په څېر به د دې ناستې ټولو ویناوالو د وینا تمرکز د غزې پر غمیزه او نورو نړیوالو مسایلو راټول و. خو تېره اوونۍ پر ایران د اسرییلي رژیم د بریدونو له پیل سره مجبوره یو چې له دې نوې مسئلې څخه خبره پیل کړو.
د غزې غمیزه لا پای ته نه ده رسېدلې، چې زموږ په سیمه کې بل کړکېچ پیل شو. د ایران پرخلاف د اسراییلي رژیم برید!
د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلو لخوا د ایران په اسلامي جمهوریت وروستي بریدونه او د دغه هېواد د پوځي قوماندانانو او پوهانو او عامو خلکو وژنه چې د نړیوالو حقوقو له اساسي اصولو، په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه څرګنده سرغړونه ده، په کلکه غندي.
زموږ سیمه تحمیلي جګړو په بشپړ ډول ځپلې ده. دا سیمه د بل بحران او جګړې زغم نه لري.
درنو ګډونوالو!
په داسې حال کې چې نړۍ له یو قطبي حالت څخه د نوي نظم په مسیر د انتقال په مرحله کې ده، ګلوبلایزېشن يا نړيوالتوب خپل عکس العمل وړاندې کوي چې په نتیجه کې یې سیمه يیز هویتونه ځانگړی اهمیت پیدا کوي. دا چې دا مرحله خپلې پېژندل شوې ننګونې لري، له فرصتونو یې هم سترګې نه شي پټېدلای. موږ د اسلامي نړۍ په توگه په روان حالت کې د دې فرصت لرو چې په خپلو اسلامي مشترکاتو سره را ټول شو.
اسلامي نړۍ له نوو راټوکېدونکو ننګونو سره مخ ده چې زمونږ د پرمختګ او بیا رغونې مسیر یې له لویو مشکلاتو سره مخ کړی دی. دغه ننګونې له سیاسي او اقتصادي مسائلو نیولې تر هویتي مشکلاتو پورې رسېږي چې له امله یې زمونږ ځوان نسل د ناامېدۍ له بدمرغه روان سره مخ دی. دا وخت دی چې اسلامي نړۍ باید د شته ننګونو له امله د وروسته پاتې والي په اسبابو ژور فکر وکړي تر څو وکولای شو راتلونکي نسل لپاره د داسې ګډ هویت تعریف وړاندې کړو چې د بهرنیو پدیدو پر ځای پر خپل اسلامي تاریخ او تمدن افتخار وکړي.
درنو حاضرینو!
زموږ نننی مجلس په داسې حال کې ترسره کېږي چې په عمومي ډول په ټول فلسطین او په خصوصي ډول په غزه کې د اسراییلي اشغالګر رژیم له خوا وحشيانه مظالم او د فلسطيني ولس د نسلوژنې لړۍ په شدت سره دوام لري. دا وضعیت د نړیوال نظم، انساني ارزښتونو او حقوقي میکانیزمونو تاریخي ازموینه ده، چې له بده مرغه تر ډېره پکې پاتې راغلي دي خو د دې ترڅنګ دا روان نامشروع اشغال د ټولې اسلامي نړۍ، بلکې ټولې نړۍ د امنیت لپاره جدي خطر دی چې باید هېڅکله بابېزه ونه ګڼل شي.
زه د اسلامي همکاریو سازمان پر غړو هېوادونو غږ کوم چې د فلسطین او ایران پرخلاف د اسراییلي رژیم د مظالمو مخه ونیسي… کنه د دې حالت دوام د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ته مستقیم ګواښ او ویجاړوونکي عواقب لرلای شي.
اسراييلي اشغالګر رژیم، د ټولو نړیوالو قوانینو او بشري اصولو خلاف، د یوه مظلوم ملت د نسل ختمونې او د زرګونو کلونو تاريخ د پاکولو بې رحمه جګړه روانه کړې. د دې وضعیت دوام نه یوازې د فلسطيني ولس د محوه کولو په بڼه یوه ستره انساني غمیزه ده، بلکې په يوويشتمه پېړۍ کې نړیوالې سولې او ثبات لپاره هم یو جدي ګواښ دی. د دغه ګواښ پر وړاندې عاجل عملي ګامونه اخيستل د ټول انساني ضمير غيرقابل تأخير مکلفيت دی.
ښاغلو او آغلو!
د اسلامي نړۍ سیاسي، اقتصادي او تمدني واقعیتونه موږ ته دا فرصت راکوي چې د بینالمللي نظم په نوي جوړښت کې نه یوازې د یو ناظر، بلکې د یو اغېزمن او تعریف کوونکي لوري په توګه د اسلامي اصولو مطابق ژوند وکړو. دا غونډه باید یوازې د ننګونو د ثبت ځای نه، بلکې د عملي اقداماتو، ګډو دریځونو، او ابتکاري حل لارو د تعریف پيلامه وګرځي. اسلامي هېوادونه که د یوې پخې سیاسي ارادې له مخې، اسلامي اخوت، همغږي او همکاري خپل بنسټ وبولي، نو نه یوازې دا چې د خپلو ولسونو عزت به پرځای کړي بلکې د نړۍ پر تصمیمنیوونکو لوریو به هم اغېز ولري.
درنو حاضرینو!
افغانستان، چې د تېرو څو لسیزو له اوږدو شخړو ، اشغالونو او بهرنیو لاسوهنو سره مخ و، اوس د يوه اسلامي نظام تر سيوري لاندې د الله جل جلاله په نصرت او فضل سره د خپلواکۍ، ثبات او بیا ودانۍ مرحلې ته داخل شوی. الحمدلله، نن افغانستان د اسلامي لارښوونو او شرعي احکاموسره سم د یووالي، امنیت، د بنسټونو د پیاوړتیا، اقتصادي ودې او بهرنیو اړیکو د بیا رغونې په مسیر کې بې مخینې پرمختګ کړی دی.
افغانستان نن هغه هېواد نه دی چې د شخړو او شاتګ له زاویې تعریف شي. موږ د خپل تاریخ د یو نوي باب پر سر ولاړ یو؛ داسې باب چې د امنیت، حاکمیت او ملي یووالي له تثبیت وروسته، د اسلامي اصولو مطابق پرمختګ، همکارۍ، او سیمهییز اتصال لپاره نوي فرصتونه پرانیزي. موږ غواړو له اسلامي هېوادونو سره دا فرصت د اسلامي عقیدې په اساس د ګډو اقتصادي، فرهنګي او ستراتیژیکو پروژو له لارې د اسلامي اصولو مطابق تعریف کړو.
محترمو حاضرینو!
زموږ هېواد د غربي نړۍ د ځینو هیوادونو لخوا له نا مشروع اقتصادي بندیزونو سره مخ دی. زه غواړم یادونه وکړم چې امریکا په افغانستان کې له شل کاله جګړې وروسته د افغان ملت ملي شتمنۍ کنګل کړي چې له امله یې د افغانستان طبعي اقتصادي پرمختګ له ننګونو سره مخ دی.
زه د اسلامي همکاریو سازمان او غړو هېوادونو په مخ کې یو ځل بیا غږ کوم چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ باید له ځنډ او خنډ پرته آزاده شي، له تاسي هیله لرم چې د انساني او اسلامي مسؤلیت له مخې پر اسلامي امارت د لګول شويو اقتصادي او سیاسي محدودیتونو د لېرې کولو لپاره له خپل ټول نفوذ څخه استفاده وکړئ.
درنو استازو!
د افغانستان اسلامي امارت د یوه خپلواک او ديني ارزښتونو ته د ژمن هېواد په توګه، د بهرنيو اړیکو بنسټ د متقابل درناوي او متوازن تعامل پر اصولو اېښی دی او غواړي چي د یوه مثبت، باعزته او متقابلو همکاريو پر بنسټ ولاړ تعامل نوی فصل پرانیزي.
زه د افغانستان اسلامي امارت په استازولۍ د اسلامي همکاریو سازمان ته وړاندیز کوم چې د خپل مسؤلیت له مخې باید د خپلو هغو غړو هیوادونو چې اوس د ثبات پړاو ته داخل شوي، د بیا رغونې او اقتصادي ودې ملاتړ ته توجه وکړي.
افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی او د آسیا زړه ګڼل کېږي، تیار دی چې د اسلامي هېوادونو تر منځ د ترانزیت، سوداګرۍ، او اقتصادي نښلون یوه مهمه دروازه شي. موږ چمتو یو چې د او آی سي د یوې ستراتېژیکې اقتصادي اجنډا په چوکاټ کې د سیمهییز اتصال، انرژۍ، لوجستیک او پانګونې په برخو کې رغنده رول ادا کړو.
په پای کې یو ځل بیا یادونه کوم چې د فلسطين د زړه بوږنوونکي کړکېچ او د ایران پرخلاف د اسراییلو او امریکا د بریدونو د پای ته رسېدو لپاره – په ځانګړې توګه پر غزې د روان وحشت د درولو، بشري مرستو، او بیا رغونې په برخو کې- عاجل، جدي او عملي اقدامات وشي.
له توجه مو مننه
ومن الله التوفیق،
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته