د چین ولسي جمهوریت په کوربهتوب او منځگړیتوب پاکستاني پلاوي سره ارومچي ښار کې ترسره شوې رسمي خبرې اترې پای ته ورسېدې.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څرگندوي چې یادې خبرې په رغنده فضا کې ترسره شوې، چې پکې د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي موضوعاتو، او د سیمهییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چین ولسي جمهوریت له ښه نيت او کوربهتوب مننه کوي او هیله څرگندوي، چې دغه بهیر به د باورجوړونې، دوامدارو اړیکو، تفاهم او مؤثرو همکاریو د لا پیاوړتیا لامل شي.