د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي له جهادي شخصیت انجينر ګلبدین حکمتیار سره وکتل.

نن مازیګر محترم مولوي امیر خان متقي د کابل په ایمان مسجد کې د پرونۍ ناوړه پېښې له امله د دوه تنه شهیدانو د فاتحې او تسلیت په موخه له محترم حکمتیار صاحب سره د نوموړي په استوګنځای کې وکتل.
په پیل کې د شهیدانو روح ته د مغفرت او زخمي ته د عاجلې شفاء دعا وشوه.
محترم متقي صاحب دغه ناوړه پېښه په سختو ټکو وغندله او هغوی ته یې د حکومت لخوا د امنیت په برخه کې د لا زیاتو اقداماتو، د ورته پېښو د مخنیوي، د مجرمینو د نیولو او سزا ورکولو په اړه د بشپړ کوښښ ډاډ ورکړ.
ورپسې محترم حکمتیار صاحب د هغوی له حال پوښتنې او خواخوږۍ مننه وکړه، او دغه پېښه یې د هیواد د سرسخته دښمنانو کار وباله.