د بهرنيو چارو وزير سره د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیر خان متقي په کونسلي چارو کې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال، ښاغلي وحید جلال‌زاده سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، اتباعو ته د کونسلي خدمتونو د لا ښه والي او سرحدي همکاریو اړوند موضوعاتو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

محترم مولوي امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مخ پر ودې وبللې او ټینګار یې وکړ چې اتباعو ته د کونسلي خدمتونو وړاندې کول باید لا اسانه، چټک او د منل شویو معیارونو مطابق وي.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، ښاغلي وحید جلال‌زاده هم د دواړو هېوادونو ترمنځ کونسلي همغږي مهمه وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې له افغان لوري سره روانې خبرې به د دواړو هېوادونو د وګړو د کونسلي چارو د لا ښه تنظیم او اسانتیاوو د پراختیا لامل شي.