د بهرنيو چارو وزير سره د متحده عربي اماراتو سفیر وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیر خان متقي، نن په کابل کې د متحده عربي اماراتو له سفیر، ښاغلي سیف الکتبي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ پر دوه ‌اړخیزو اړیکو، د همکاریو د پراختیا او ځینو سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

محترم مولوي امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو سره د افغانستان اړیکې مخ پر وده وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا پراختیا لپاره خپلې ګډې هڅې لا پیاوړې کړي.
ښاغلي سیف الکتبي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې همکارۍ د خوښۍ وړ وبللې او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د نږدې او دوامدارو همکاریو پراختیا ته ژمن دی.